چهارشنبه, ۰۵ غويی ۱۴۰۳

د نوري فایبر ملي شبکې د پانګونې د جواز د ورکړې قرارداد لاسلیک شو

28 کب 1396

کابل (٢٧ کب ٩٦): د نوري فایبر ملي شبکې د ۳۸۳ میلیون ډالرو په ارزښت د پانګونې د جواز ورکړې قرارداد لاسلیک شو.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جمهور رئیس غني په حضور کې د اترا ادارې، افغان بیسیم او اتصالات مخابراتي شرکتونو او اسیا مشورتي ګروپ ترمنځ د ۳۸۳ میلیون ډالرو په ارزښت د نوري فایبر ملي شبکې د پانګونې د جواز د ورکړې قرارداد لاسلیک شو.
سرچينه کاږي، د اقتصادي عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه چې په لومړۍ برخه کې د اترا ادارې د ۱۳۹۷ کال د بوديجې طرحه او تشکیلات د لا زیات بحث په خاطر راتلونکې غونډې ته ور وګرځول شول.
غونډې له هراړخیز بحث وروسته، پرېکړه وکړه چې اترا اداره باید واضحه ستراتیژي او روښانه لرلیدلرونکی پلان ولري او د دې ادارې پر مسلکي والي، ظرفیت او تخنیکي کېدو دې کار وکړي.
غني د ټيلېفون او انټرنیټ د بیو پر ټیټوالي ټینګار وکړ ويې ویل، اترا اداره باید په داسې طرحې کار وکړي چې وکولای شي په دې برخه کې بیې راټيټې کړي.
هغه زیاته کړه په هغو سیمو کې چې ټاورونه له امنیتي ګواښ سره مخ دي، د هغو پر بدیل دې فکر وشي او دغه راز دې د ولسوالیو واضح تصویر وجود ولري.
نوموړي د اترا ادارې نوي کال د بوديجې طرحې او تشکیلاتو ته په اشارې څرګنده کړه، باید په دې برخه کې مطرح شویو پوښتنو ته دقیق ځوابونه وړاندې شي او په راتلونکو غونډو کې دې د اترا ادارې د بوديجې د تصویب د منظورېدو په خاطر مفصل بحث وشي. 
په یاده طرحه کې چې د اترا ادارې د مسوولینو له لوري وړاندې شوه، د بوديجې، د خدمتونو د کیفیت، د خدماتو وړاندې کولو لپاره د جواز ورکړه، د غیرمجاز فعالیتونو د مخنیوي، د ظرفیت لوړولو، د تلوېزوني خپرونو د ډیجیټلي کولو، د مقرراتو د چوکاټ د ښه والي، په اترا اداره کې د کارکوونکو د استخدام د طرزالعمل د نهایي کولو او په اترا اداره کې د کارکوونکو د حقوقو او داخلي فعالیتونه، ستونزې او وړانديزونه ياد شوي دي.
همدارنګه د مخابراتو وزارت معین په ښوونه او روغتیا کې له ټکنالوژۍ څخه د استفادې په اړه د دې وزارت طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
له مفصلو بحثونو وروسته، پرېکړه وشوه چې مخابراتو او پوهنې وزارتونه، اترا، مرکزي احصائیه او ملي تدارکاتو ادارې دې په ګډه په یاده طرحه کار وکړي او په دې برخه کې دې د وظایفو وېش او واضح لومړیتوب وجود ولري. دغه راز ټینګار وشو چې له څلور ترانسپانډر څخه د استفادې پر څرنګوالي دې هم غور وشي.
په یاده طرحه کې د پوهنې او روغتیا په برخه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د پراختیا او د پوهنې په درسي کاریکولم کې د معلوماتي ټکنالوجۍ پر شاملولو بحث وشو چې په څلورو مرحلو کې به تطبیق شي.
د غونډې په بله برخه کې د ملکي هوايي چلند ادارې مسوولینو د هوايي ترانسپورټ د شرکتونو د مارکېټ ارزونې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې په مفصل ډول پرې بحث وشو.
د اقتصاد عالي شورا له هراړخیزه بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې هوايي شرکتونه لا زیاتې ارزونې ته اړتیا لري او باید د اریانا شرکت پر سالم مدیرت، اصلاحاتو راوستو، کاري، مسلکي او تخنیکي وړتیا لوړولو لا زیات بحث وشي.
غونډې ټینګار وکړ چې باید کورنیو هوایي شرکتونو ته په امتیاز قایل شو او له بهرنیو هوایي کمپنیو سره دې د لا زیاتې همکارۍ د پراختیا زمینه برابره شي.
اقتصاد عالي شورا د کورنیو هوایي شرکتونو د عوایدو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او پرېکړه یې وکړه چې کاري ګروپ دې د مالیې او اقتصاد وزارتونو په ګډون په مشترک ډول د جواز د ورکړې د معیارونو په اړه کار وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.