سه شنبه, ۲۸ وری ۱۴۰۳

عبدالله: د چابهار بندر د فعالولو لپاره دې اړونده هېوادونه عملي ګامونه چټک کړي

28 کب 1396

کابل (٢٧ کب ٩٦): اجرائيه رئيس وايي چې د چابهار بندر د فعالولو لپاره دې اړونده هېوادونه عملي ګامونه چټک کړي.
اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، نن د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو مرکز له لوري د چابهار بندر په اړه د شوې تازه څېړنې په پرانيستغونډه کې ګډون وکړ او دغه تحقیق یې ارزښتمن وباله.
د هېواد اجرائيه رئیس غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې چابهار د افغانستان، ایران او هند د خلکو لپاره یوه اغېزمنه پروژه ده، چې دغو هېوادونو یې له پخوا څخه د عملي کېدو هیله درلوده.
نوموړي زیاته کړه، سره له دې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو او فرهنګي هغو په ګډون مبادلات درلودل؛ له نېکه مرغه چې په اوسني پېر کې هم د دغو مبادلاتو اړتیا ډېره او زمینه یې پراخه شوې ده.
ده وویل، چې د چابهار بندر په فعالولو سره به د درېیو واړو هېوادونو د خلکو په ژوند او سوداګرۍ کې اساسي بدلون راشي او په دې برخه کې د درې واړو هېوادونو عملي اقدامات د راتلونکي لپاره هیله مندي ډېروي.
د هغه په وينا، دوی هیله لري چې پاکستان په ټرانزیټي، اقتصادي او سوداګریزه برخه کې ستونزې رفع او د ګډو ګټو پر اساس اقدامات غوره کړي.
د هغه په وینا، افغانستان تل هڅه کړې چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې ستونزې راکمې، خنډونه له منځه یوسي، سهولتونه ایجاد کړي؛ خو له بده مرغه په پاکستان کې د خنډونو او ستونزو له رامنځته کېدو افغان سوداګري، صنعت او په افغانستان کې رامنځته شويو تولیداتو زیان لیدلی دی.
اجرائيه رئیس وویل، د ملي یووالي حکومت د کورنیو تولیداتو او صنعت د ودې لپاره هڅې کړې او کوښښ کوي چې په هېواد کې بهرنیو پانګوالو ته د پانګوالۍ زمینه برابره کړي؛ خو په دې برخه کې شوې هڅې کافي نه دي.
هغه نیوکه وکړه چې په تېرو حکومتونو کې د کورنیو تولیداتو او صنعت وده او په هېواد کې د بهرنیو پانګوالو راجلب کولو یا د حکومت د پاملرنې په محراق کې قرار نه درلود او یا دا چې لومړیتوبونه یې نور وو.
اجرائيه رئیس په سترو سیمه ییزو اقتصادي پروژو د ټینګار ترڅنګ وویل، له نېکه مرغه چې د ټاپي، کاسا زر، له رېل پټلۍ سره د افغانستان د وصل کېدو او نورو سیمه ییزو پروژو څخه دا پایله ترلاسه کېږي چې سیمه د سیمې هېوادونه لا ډېر پېیلي او سره نږدې وي.
عبدالله زیاته کړه، چې د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز له لوري د شوې څېړنې د وړاندیزونو د عملي کولو او هم د چابهار پروژې د عملي کولو لپاره د حکومت پاملرنه ډېره ده او له نورو هم د هغو د عملي کولو غوښتنه لري.
په دې ناسته کې په کابل کې د ایران او هند سفیرانو هم خبرې وکړې او د چابهار پروژه یې یوه برخلیک ټاکونکې پروژه وبلله چې په وینایې د خلکو په ژوند مستقیم اغېز لري.
په کابل کې د ایران سفیر وویل، چې د چابهار پروژه د هېڅ بلې پروژې د رقابت او یا ورسره د تقابل لپاره نه ده پيل شوې، بلکې موخه یې د افغانستان، هند او ایران ترمنځ د همکاریو زیاتوالی دی.
د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعات د مرکز مسوولانو وویل، چې دغه نوې څېړنه د افغان، هندي او ایراني لیکوالو او څېړونکو له لورې شوي چې درې واړو هېوادونو ته مشخص وړاندیزونه لري چې په عملي کولو سره به یې یاده پروژه بریالی شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.