پنجشنبه, ۰۶ غويی ۱۴۰۳

بريتانيا د افغانستان امنيت او ثبات ته لومړيتوب ورکوي

28 کب 1396

کابل (٢٧ کب ٩٦): د بريتانيا دفاع وزير افغانستان ته په خپل لومړي سفر کې ويلي چې هېواد يې د افغانستان امنيت او ثبات ته لومړيتوب ورکوي.
کابل کې د بريتانيا سفارت له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بريتانيا دفاع وزير ګاوين ويليامسن افغانستان ته په خپل لومړي سفر کې کابل کې د مېشتو بريتانيايي سرتېرو د ليدنې ترڅنګ له افغان چارواکو سره ليدنه کړې ده.
ويليامسن ټينګار وکړ، بريتانيا ته په افغانستان کې د ترهګريزو ګواښونو راکمولو لپاره امنيت، پراختيا او غوره حکومتوالي ډېر مهم دي.
نوموړي ويلي: "يو باثباته افغانستان به په بريتانيا کې د سرکونو د امنيت ټينګښت سره مرسته وکړي، د امنيتي خدمتونو د ظرفيت لوړول چې له مخې به يې په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي؛ د بريتانيا د اجنډا په لومړيتوبونو کې شتون لري او زه په دغه برخه کې د بريتانيايي ځواکونو د زړورتيا او هلو ځلو شاهد يم."
د بريتانيا د دفاع وزير د افغانستان د ملي دفاع له وزير طارق شاه بهرامي سره د خبرو پر مهال له افغان امنيتي ځواکونو سره د افسرانو د اکاډمۍ په برخه کې د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ او دغه راز يې تر ٦٥٠ کسانو پورې د خپل هېواد د ځواکونو پر ډېروالي ټينګار وکړ.
د بريتانيا دفاع وزير په داسې حال کې له افغان امنيتي ځواکونو سره د خپل هېواد له مالي مرستې خبر ورکوي چې بريتانيا په تېرو ١٦ کلونو کې له افغانستان څخه د ملاتړ په برخه کې غوره رول لوبولى او راتلونکي کې هم د خپلو مرستو دوام ته ژمنه ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.