پنجشنبه, ۰۶ غويی ۱۴۰۳

ولسمشر : نږدې ورځو کې دې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره چمتوالى ونيول شي

25 ليندی 1396

کابل(،٢٤ ليندۍ٩٦): د نفوسو د احوال د ثبت ادارې رييس همايون محتاط وايي، ولسمشر ورته لارښوونه کړې چې په نږدې ورځو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره چمتوالى ونيسي .
 همايون محتاط په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې ولسمشر ورته لارښوونه کړې چې په نږدې راتلوونکو ورځو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره چمتوالى ونيسي : (( غواړم چې هرڅه ژر خپله برېښنايي پېژندپاڼه واخلم .))
 د هغه په وينا، چې ولسمشر ورته ويلي : (( د ګډې کمېټې د کار د بې پايله پاتې کېدو په صورت کې  او د ولسي جرګې د دوه ثلث غړو له خوا د تقنيني فرمان رد پرېکړې ته په احترام کولو سره به، لازم بدلون  راوستل شي .))
محتاط وويل چې د نفوسو د احوال د ثبت اداره به د ولسمشر له لارښوونې سره سم په راتلونکې اوونۍ کې د ولسمشرۍ له دفتر سره په همغږۍ  د لومړۍ برېښنايي پېژندپاڼې د وېش لپاره چمتوالى ونيسي .
 دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د روان کال د لړم په اتمه د نفوسو د احوال د ثبت قانون د ځينو موردونو د تعديل په اړه  د ولسمشر تقنيني فرمان رد کړ ، خو مشرانو جرګې دغه فرمان په اکثريت رايو سره تاييد کړ .

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.