پنجشنبه, ۰۹ وری ۱۴۰۳

معنوي: حکومت له رڼو ټاکنو وېره لري

25 ليندی 1396

کابل(۲۴ليندۍ۹۶):د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پخوانى رييس وايي چې حکومت د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره هېڅ اراده نه لري، ځکه چې له رڼو او سراسري ټاکنو څخه وېريږي .
 معنوي چې د افغانستان ژغورنې ايتلاف په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې ، وويل : ((دغه حکومت ټاکنې نه کوي، اراده يې نه لري او کوم شى چې د حکومت ستونى تريخوي هغه ټاکنې دي .))
 ده زياته کړه، تراوسه پورې حکومت دې پايلې ته نه دى رسېدلى چې ايا ټاکنې کولى شي او که نه او تراوسه د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره په رهبرۍ کې هېڅ اراده نه ليدل کيږي.
 ده ادعا وکړه چې حکومت غواړي هغه کار بيا تکرار کړي چې د ١٣٩٣کال په ټاکنو کې يې ترسره کړ او حکومت د قوي ولسي جرګې له رامنځته کېدو وېره لري.
 ده زياته کړ:(( نړيوال غواړي چې راتلوونکى کال د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو ټاکنې ترسره شي، خو زموږ غوښتنه له نړيوالې ټولنې څخه داده چې که د ١٣٩٣کال په څېر د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کيږي ، نو له کولو يې نه کول ښه دي.))
 معنوي وايي چې د ټاکنو کمېسيون اوسني غړي هېڅ خپلواکي نه لري او حکومت له تېر کمېسيون څخه هم بدتره کسان راوستلي، چې رسوايي يې ټولو وليده او  رييس يې د قانون خلاف لرې کړاى شو .
 دغه راز هغه وويل چې حکومت د سولې راوستو لپاره هم هېڅ اراده نه لري او طالبان هم چمتو نه دي چې له اوسني حکومت سره سوله وکړي .
  په دې غونډه کې يو شمېر نورو چارواکو هم د حکومت پر کړنو نيوکې وکړې .

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.