پنجشنبه, ۰۶ غويی ۱۴۰۳

د واورې ورښت له امله په ځينو ولايتونو کې لويې لارې بندې شوې دي

24 ليندی 1396

کابل(۲۴ ليندۍ۹۶): د فوايد عامې وزارت وايي چې د واورې زيات ورښت له امله په غزني ،  ميدان وردګو او باميان ولايتونو کې ځينې لارې بندې شوې دي  .
د فوايد عامې وزارت وياند سيدمهدي روحاني وايي چې د لويو لارو  او ولسواليو لارو په ګډون په ټوليزه توګه ٣١٧ زيانمنونکې ساحې تثبيت او اړين چمتوالى ورته نيول شوى دى .
ده زياته کړه چې په يادو ساحو کې د فوايد عامې، قراردادي شرکتونو  او  سيمه ييزو شوراګانو کاري ډلې ګومارل شوي ترڅو دغه  ساحې  چې کله د واورو د ورښـت له امله بنديږي پاکې کړي .
ده وويل چې د تېرې شپې واورې ورښت له امله د ځينو بندو لارو د پاکولو چارې اوس مهال د فوايد عامې ، قراردادي شرکتونو او سيمه ييزه شوراګانو  له خوا جريان لري .
هغه وويل چې د تېرې شپې واورې ورښت له امله د ميدان وردګو ولايت د بهسود ولسوالۍ د اوني کوتل ، د غزني ولايت د ناور ولسوالۍ د شمس الدين کوتل او د باميانو ولايت د حاجيکګ کوتل بند شوي دي
ده وويل : (( د زياتې واورې  ورښت له امله دغه لارې به د ١٨ساعتونو په اوږدو کې خلاصې شي .))
روحاني وويل چې په يو شمېر نورو ولايتونو کې د واورې د زيات ورښت له امله ځينې لارې بندې دي .
د فوايد عامې وزارت وياند وويل چې د سالنګ لويه لاره د وړو موټرو د تګ راتګ لپاره خلاصه ده ، خو لوى موټر پرې تګ راتګ نه شي کولى .

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.