جمعه, ۱۰ وری ۱۴۰۳

د خوږياڼو په عملياتو کې ۲۶ داعش وسله وال وژل شوي

24 ليندی 1396

جلال اباد (۲۳ ليندۍ ۹۶): په ننګرهار کې د ملي اردو چارواکي وايي، خوږياڼو ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو له لوري د پيل شويو عملياتو پرمهال ۵۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه عمليات شاوخوا څلور ورځې وړاندې د ملي اردو په مشرۍ د ملي، سرحدي، عامه نظم او محلي پوليسو له خوا د کومانډو ځواکونو په همکارۍ پيل شوي چې لا هم روان دي.
عمليات اوس د دغې ولسوالۍ په پيره خېلو سيمه کې دي؛ خو امنيتي منسوبين وايي، د وسله والو له لوري د ماينونو ځای پرځای کېدل او د نښان ويشتونکو وسله والو موجوديت يې د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ دی.
د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېدونکي سرتېري وايي، وسله والو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې، ګڼې سيمې يې ترې پاکې کړي او نږدې ده چې د وزيرو تنګي ته ورسېږي.
د وزيرو تنګی هغه سيمه ده، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې په کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښتې پيل شوې او له امله يې زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين چې د دغو عملياتو قومانده يې تر غاړې ده، وايي، له داعش وسله والو يې د پيره خېلو سيمې تر نيمايي زيات کلي نيولي او نږدې ده، چې تر وزيرو تنګي ورسېږي.
هغه وويل، د عملياتو په تېره څلور ورځنۍ دوره کې يې ۲۶ داعش وسله وال وژلي او ۳۰ نور يې ټپيان کړي دي.
د نوموړي په وينا، عمليات په برياليتوب مخې ته روان دي؛ خو لا هم د داعش ډلې له خوا په سيمه کې د ماينونو ځای پرځای کېدو او د نښان ويشتونکو وسله والو خطرونه په مخکې پراته دي.
دی وايي، تر اوسه يې ۲۱ ماينونه کشف او شنډ کړي او د عملياتو پرمهال تر اوسه هېڅ افغان سرتېري او يا هم د سيمې اوسېدونکي ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا د خوږياڼو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار سيد نوراغا سادات وايي، عمليات د ګډو ځواکونو له لوري په ښې همغږۍ مخې ته روان دي او نږدې ورځو کې به تر وزيرو تنګي ته ورسېږي.
دی زياتوي، تر اوسه د پيره خېلو تنګي اړوند خوازه خېل، ادم خېل بام راغه او يو شمېر نور کلي له وسله والو پاک شوي او ډېرې کمې ساحې له داعش ډلې سره دي.
د سيلاب قول اردو د لومړي کنډک د درنو وسلو د ټولي يوه سرتېري وويل، چې عمليات اوس په پيره خېلو کې روان دي او سرتېري په پوره مېړانه جنګېږي.
د هغه په وينا، د جګړې په ډګر کې د وسله والو جسدونه او ټپيان ليدل کېږي او عمليات په پرمختګ سره روان دي.
د يادولو ده، چې د دغې ولسوالۍ له جګړو څخه شاوخوا دولس زره کورنۍ بې ځايه شوي او ګڼې کورنۍ د مرستو په تمه په دښتو او رغونو کې اوسېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.