پنجشنبه, ۰۶ غويی ۱۴۰۳

د تخار امنیې قوماندانۍ د وسله تون د مسوول له کوره وسلې ترلاسه شوې

01 لړم 1396

د تخار د امنيې قوماندانۍ د وسله  تون د مسوول له کور څخه لسګونه ميله وسلې او سلګونه مرمۍ ترلاسه شوي دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د لړم په لومړۍ نېټه وويل چې تېره شپه د امنيې قوماندانۍ د وسله تون د مسوول ساتمن بريالي په کور کې د نوموړي او يو بل ساتمن محمد اصف تر منځ لومړى لفظي او بيا وروسته فزيکي شخړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې شخړه کې ساتمن اصف ټپي شوى او وروسته بيا پوليس د بريالي کور ته ورغلي دي.
د هغه په وينا، کله چې پوليسو د بريالي کور پلټلى، ٢٣ ميله کلاشينکوفونه، دوه ميله راکټ، يو ميل پيکا، ١٦ تومانچې، څلور چره ييز ټوپک، دوه رينجر، يو موټرسايکل او سلګونه د راکټونه او نورې مرمۍ ترلاسه شوې دي.
اسير زياته کړه: ((دغه ټولې وسلې يې په غير قانوني ډول په خپل کور کې ساتلې چې پوليسو ترلاسه کړې دي.))
ده وويل چې ساتمن بريالی د پوليسو له لوري نيول شوى او اوسمهال په توقيف کې دى.
داسې مهال په تخار کې د امنيې قوماندانۍ د وسله تون د مسوول له کور څخه وسلې ترلاسه کېږي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د نا مسوولو وسله والو شمېر هم ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دى.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.