پنجشنبه, ۰۶ غويی ۱۴۰۳

ولسمشر غني سبا هند ته ځي

01 لړم 1396

ولسمشر اشرف غني په يوه رسمي سفر سبا (د سې شنبې ورځ) د هندوستان پلازمېنې نوي ډيلي ته ځي.
د افغانستان د حکومت يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د لړم په لومړۍ نېټه وويل چې له ولسمشر سره به په دغه سفر کې لوړ پوړى پلاوى هم ملتيا کوي.
خو سرچينې د دغه سفر په اړه نور جزئيات ورنه کړل.
بلخوا د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني ډيلي ته تر رسېدو وروسته به لومړى د بهرنيو چارو له وزيرې مېرمن سوشما سوراج رسره ګوري.
سرچينې زياته کړې چې وروسته به د افغانستان او هندوستان ولسمشران سره ګوري او تر غرمې وروسته به د هند د لومړي وزير نريندرا مودي او افغان ولسمشر تر منځ رسمي خبرې اترې وشي.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې له لومړي وزير سره تر ځانګړې ليدنې وروسته به د دواړو هېوادونو تر منځ د پلاوو په کچه ليدنه ترسره شي.
سرچينې زياته کړې چې په دې خبرو اترو کې به د دواړو هېوادونو تر منځ پر اقتصادي او سياسي اړيکو بحث وشي.
د يادونې ده، تېره اوونۍ د هندوستان د ملي امنيت سلاکار اجيت دووال کابل ته د سفر پر مهال ولسمشر غني ته د هندوستان د سفر بلنه ورکړې وه.
تر دې مخکې کابل ته د سفر پر مهال د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه هم ولسمشر اشرف غني ته اسلام اباد ته د سفر بلنه ورکړې وه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.