پنجشنبه, ۰۹ وری ۱۴۰۳

د ناټو قوماندان: راتلونکی ژمی به د وسله والو مخالفینو لپاره خطرناک وي

01 لړم 1396

په افغانستان کي د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان وایي، راتلونکی ژمی به د وسله والو مخالفینو لپاره خطرناک وګرځوي.
د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال نیکولسن چې له څو بهرنیو سفیرانو او افغان امنیتي مسوولینو سره د تلې په ۳۰مه، کندهار ولایت ته سفر کړی و، له والي او نورو ځایي چارواکو سره یې غونډه وکړه.
هغه زیاته کړې، راتلونکی ژمی به وسله والو مخالفينو ته په ځانګړې توګه داعش وسله والو ته خطرناک وي او د افغان دولت د وسله والو مخالفینو  ملاتړ کوونکي به تر سیاسي فشار لاندې راوستل کېږي.
د کندهار  له سیمه ییزو چارواکو سره د لیدنې پر مهال د ناټو قوماندان وویل، غواړي په افغانستان کي خپلو هوایي بریدونو ته پراختیا ورکړي او راتلونکی ژمی به د وسله والو مخالفینو لپاره خطرناک وي.
د ده په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتیژۍ له مخې د افغان حکومت دښمنان به په افغانستان کې ځپل کېږي او ملاتړ کوونکى یې چې پاکستان دی، سیاسي فشار به ورباندې راوستل کېږي.
پر همدې مهال افغان جنرال مراد علي مراد وویل، په افغانستان کي په ځانګړې توګه په سوېلي حوزه کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ښه کېدونکی دی.
هغه زیاته کړه، چې د ملي اردو د قربانیانو غچ به اخلي.
بلخوا د کندهار ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جان نیکولسن سره په دې سفر کې د هالنډ او ناروې سفیران، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد او د ستر درستیز مرستیال عبدالحمید خان او نورو ملتیا کوله.
جنرال نیکولسن په هېواد کې د وروستیو پېښو په اړه خواشیني څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې دا جګړه ژر ختمه شي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان زیاته کړه، کندهار په تېرو څو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي او امنیتي ساحه په کې پراخه شوې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.