د ناکامیو اووه (7) مهم علتونه

15 تله 1396 ژباړن: احمد فرهاد توتاخیل

لیکوال: هاروي مکۍ
ژباړن: احمد فرهاد توتاخیل

څنګه کولای شو چې د خپل غوره کړي ناسم مسیر څخه بیرته څټ ته وګرځو؟
په رښتیني توګه ، هر بریالی کس به دا ومني ، چې ناکامي په هرځای او هرڅه کې شته او موږ ټول ترې بیلابیلې خاطرې لرو. خو له هرې ناکامۍ څخه موږ دوه ارزښتمن درسونه زده کوو:

لومړۍ ـ لږ تر لږه یو دلیل او علت و چې موږ ناکام شولو.

دویم ـ وروسته له ناکامیدو موږ کولای شو چې بیرته په خپل پښو ودریږو.

نو په همدې اساس، موږ ولې ناکامیږو او څنګه کولای شو چې د حل لاره یې پیدا کړو؟

د (ته ګټونکی یې) کتاب لیکوال ( Shiv Khera) په وینا، ډیری وخت له اوو (۷) لاملونو څخه یو لامل د ناکامۍ لامل ګرځي. بریالی او تکړه لیکوال هاروي مکۍ وایي، بریا او ناکامي موږ ته یو ارزښتمن درس رازده کوي او موږ ته دا راښيي، چې څنګه کولای شو د لومړنۍ تیروتنې د بیاځلې ترسره کولو څخه مخنیوی وکړو.

د ناکامۍ علتونه او حل لارې یې:

۱. د ټینګار (اصرار) کمښت

خلک د علمیت او وړتیا د کمښت له وجې نه ناکامیږي، بلکې دوی هغه وخت ناکامیږي چې له خپل شروع کړي کار څخه لاس پر سر شي. دا اړینه ده چې باید دوه کلمې تل په ذهن کې ولرئ: ۱. تینګار (اصرار) ۲. مقاومت

د هغه کار په کولو ټنګار کوه، چې باید ترسره شي او د هغه کار په مقابل کې مقاومت کوه، چې ګوندې ترسره به نه شي.

له نویو لارو او وسیلو څخه کار اخله. د یو کار په ترسره کولو ټینګار کول ډیر اړین دي، خو په پرلپسې هڅو سره د یو کار ترسره کول تاته د دې هیله مندي دربښي، چې ته به داځل بریالی شې، خو ښایي چې تا خپلې موخې ته هیڅ نیږدې هم نه کړي. خپلو تیرو ناکامو هڅو ته نظر وکړه او دا پریکړه وکړه چې څه باید بدل شي. له خپل منظمو او سمو لارو څخه ښه ګټه پورته کړه او تجربې دې یوازې ځان ته د لارښوونو په توګه وکاروه.

 

۲. په خپل ځان د باور کمښت

هغه خلک چې په ځان باور نه لري، خپل پیل کړی کار په نیمایي کې پریږدي (له نیمايي لارې ګرځي). خو له نیمايي لارې ګرځیدل څه مانا؟ ته کولای شې چې دوام ورکړې، خو داچې ته په ځان پوره باور نه لرې، نو په همدې اساس ته تل یو کار په نیمايي کې پریږدې او یاهم له نیمې لارې ګرځې.

دا پریکړه وکړه چې تاته څه مهم دي. که یو کار د کولو ارزښت ولري، نو په ښه ډول او په سمه توګه د ترسره کولو ارزښت لري. دا ښه خبره ده چې د بریا پر لور ګډ کار وشي، خو دا هیڅکله هم سم کار نه دی چې خپل ارزښتونه له خطر سره مخ کړې.

۳. بې ځایه دلیل ویل

ګټونکي کسان ښایي چې یو څه تحلیل کړي، خو هیڅکله بې ځایه دلیل نه وایي. بایلونکي کسان د خپلې ناکامۍ له پاره به له پلمو ډک کتاب درته رامخته کړي.

خپل لیدلوری بدل کړه. هرې ناکامې هڅې ته د ناکامۍ په سترګه مه ګوره. ډیر لږ خلک په لومړي ځل بریالي کیږي. زموږ په شمول ډیری کسان غواړي چې له تکراري هڅو څخه خپلو موخو ته ورسیږي. خپله پوره هڅه وکړه چې له هغه څه څخه درس زده کړې چې درپیښ شوي دي او په دې هم ځان پوه کړه چې ولې درپیښ شول.

۴. د ماضي تیروتنې له پامه غورځول

ځینې خلک هم ژوند کوي او هم یو څه زده کوي، خو ځینې خلک بیا یوازې ژوند کوي. ناکامي په خپله یو استاد دی که چیرې زموږ چلند سم اوسي. هوښیار خلک له خپلو تیروتنو درس اخلي او هماغو تیروتنو ته د تجربې نوم ورکوي.

ستونزه په غور سره مالومه کړه. حالات تحلیل کړه، چې ته غواړې څه لاسته راوړې، ستا اوږد مهاله پلان (سټراټیژي) څه ده او ولې به کار ورنکړي. ایا ستونزې ته په سمه سترګه ګورې؟ که چیرې پیسو ته دې اړتیا وه، نو پلان دې ولې کار ورنکړ؟ د پیسو د زیاتولو نه پرته داسې نور ښه انتخابونه هم لرې. ته دا هم کولای شې، چې د پيسو ګټلو مسله د خپل له ذهن څخه لیرې کړې. د دې په اړه فکر وکړه، چې ته حقیقت کې څه کولای شې.

 

۵. د نظم (ډسیپلین) کمښت

هر هغه چا چې تر دې دمه کوم ارزښت لرونکی کار ترسره کړی دی او یاهم کوم ارزښتناک شی یې لاسته راوړی دی، نو له نظم څخه یې پرته نه ترسره کړی او نه بریا ته رسیدلی دی. نظم (ډسیپلین) خپلواکۍ او سرښیندنې ته اړتیا لري او د لیونتوب او وسوسې مخنیوی کوي. دا په دې مانا ده، چې باید په یو شي غور (تمرکز) وکړای شي.

دا مه غواړه چې باید پوره واوسې، ځکه چې هیڅ انسان پوره نه دی. ښایي چې یو خیالي لید ولرې داچې بریا به څه ډول وي او څنګه به احساس شي. که څه هم کیدای شي چې دا خیالي لید هڅاند واوسي، خو ښايي چې حقیقي نه اوسي. د یوه هدف لاسته راوړل له تا څخه ټولې ستونزې نه شي لرې کولای. د خپلو موخو د ترلاسه کولو له پاره یو روښانه لیدلوری ولره او د سطحي او بې بنسټه جزیاتو په اړه ځان مه زوروه.

۶. خپل نفس ته د درناوۍ کمښت

خپل نفس ته د درناوۍ کمښت خپل ځانته د ارزښت نه ورکولو په مانا ده. هغوی چې پر خپل ځان باور نه لري، په دوامداره توګه دا هڅه کوي چې خپل ځان پیدا کړي د دې پرځای چې په هغو کسانو بدل شي، کوم چې دوی یې غوښتونکي وي.

ځان څټ ته کوه مه. ښايي ناکام شې، خو ته ترهغه وخته ناکام نه یې ترڅو چې هڅه کول دې نه وي پریښي. ځانته د هغه چا په اړه فکر وکړه، چې لاهم خپل هدف ته د رسیدو هڅه کوي او ته به دا توانایي پیدا کړې چې خپل زغم او د کار څټ ته ودریدل د اوږدې مودې له پاره وساتې.

۷. جبري چلند

جبري چلند خلک د خپل د ژوند له مسوولیت منلو څخه منع کوي. دا ډول چلند بریا او ناکامي دواړه بخت ته منسوبوي. جبري چلند د خلکو د هڅو پرځای، هرڅه بخت او تقدیر ته منسوبوي. داچې له خلکو سره هرڅه پیښیږي، پیښیږي به او دوی به هیڅ هڅه نه کوي، ځکه چې هرڅه د تقدیر دي.

هره ورځ په هینداره کې وګوره او ووایه، زه مسوول یم. ښايي ته به د خپل ژوند په هرې مرحلې کنټرول ونلرې، خو څومره چې ته فکر کوې، ترهغه هم ته زیات کنټرول لرې او د خپلو خوشالیو او بریاوو په اړه ته پخپله مسوول یې. ستا چلند ستا لوړوالی ټاکي او ته کولای شې چې د خپل د ژوند له خراب حالت څخه ځان ښه حالت ته ورسوې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.