دفتري پیالو کې چای څښئ؟ که يې څښې نو دې ټکو ته مو باید پام وي!

15 تله 1396 تورپیکۍ سادات

ډېری کسان عادت لري چې دفتر ته تر رسیدو وروسته خپله کاري ورځ د یوې پیالې چای یا کافي په څښلو سره پیلوي. که تاسو هم دا عادت لرئ! نو دا لیکنه ستاسو له پاره ده.

د ایریزونا پوهنتون په یوه تازه خپره شوې څېړنه کې ویل شوي، چې په دفترونو کې چې کومې پیالې د چای څښلو له پاره کارول کیږي، ۹۰ فیصده يې پر ډول ډول میکروبونو لړلې وي چې انساني روغتیا ته ګڼ زیانونه اړولی شي.

څېړنه زیاتوي، په ډېری دفترونو کې چې کوم اسفنج د پیالو او لوښو د وینځلو له پاره کارول کیږي، ډېر کم يې پر خپل وخت بدلیږي چې همدا چاره پیالو پورې د میکروبونو د نښلولو لامل کیږي.

د څېړنې په وینا په دغه ویروسونو کې چې د اسفنج له لارې په پیالو پورې نښلي داسې ویرسونه یا میکروبونه شته چې د انسان د معدې د درد تبې او ځينو نورو ناروغیو سبب کیږي.

په څېړنه کې ویل شوي چې په دفترونو کې د پخلنځيو د ناسمې صفایۍ له امله ګڼې ناروغۍ یو بل ته لېږدول کیږي.

دغه څېړنه لارښونه کوي، هغه کسان چې په دفترونو کې کار کوي او د چایو څښلو عادت لري، باید خپله پیاله هره ورځ له ځان سره کور یا خپل استوګن ځای ته یوسي ښه سمه يې پرېمنځي او بیا په کې چای یا کافي وڅښي.

خو هغه کسان چې دا کار نه شي کولی، دومره خو کولی شي چې هر کله سهار دفتر ته ځي او غواړي چای په پیاله کې واچوي، مخکې تر چای اچولو باید خپله پیاله په جوش اوبو ښه کنګال یا پرېمنځي او بیا په کې چای وڅښي. ډاکټران باور لري چې جوش اوبه میکروبونه له منځه وړي.

دغې څېړنیزې ډلې په دفتري پیالو کې تر ۵۰۰ ډېر جراثیم پیدا کړي چې د انسانانو د خولې، جلد او پزې نه هلته لېږدول شوي دي. څېړنه وايي، که د پیالو پاکوالي ته پام ونه شي ډېر په اسانه دا جراثیم یا میکروبونه په دفتري چاپېریال کې خپریدای شي او د یو نه بل کس او د بل نه بل کس ته لېږدیږي .

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.