ددې ځانګړنو په درلودونکو کسانو باور مه کوئ

19 وږی 1396 ژباړه: غازي عابد

لیکواله شارودینکو وايي، په دغو ۵ قسمه خلکو باید باور او اعتماد ونه کړو، ځکه دوی له خپلو کړنو معلومیږي چې بې باوره خلک دي:

۱- هغه خلک چې بې ثباته وي، هیڅ ثابت دریځ نه لري. ځکه دا ډول خلک که نن له تاسره وي، نو سبا دا دریځ پریږدي او تل په خپلو شخصي موقتي ګټو پسې ګرځي.

۲- معتاد. هغه خلک چې معتاد وي یا په نشه يي توکو او بدو کارونو روږدي وي. په دې خلکو باور ځکه نه شي کیدای چې ددوی تر ډیره ذهني توازون ګډوډ شوی وي او تر زیاتې کچې د پوهې له کمښت سره مخ وي.

۳- هغه خلک چې حیواناتو باندې ظلم کوي او هیڅ رحم پرې نه لري. هغه انسانان چې په حیواناتو ظلم کوي، په حقیقت کې دوی دومره کلک زړي وي چې په انسانانو هم بریک نه نیسي، که وس یې ورسي، هغوی ته هم زیان رسوي.

۴- هغه خلک چې بې اساسه شایعات خپروي، یوازې تشې او بدې اوازې خپروي. ځیني اشخاص چې شایعات خپروي، دوی هم د ټولنې له ځوریدنې خوند اخلي، دا ورته ښه ښکاري چې دروغ خپاره کړي او خپله فایده ترلاسه کړي. دوی ته د ټولنې ځوریدل هیڅ ارزښت نه لري.

۵- هغه خلک چې خپله کورنۍ او اوږدمهاله ملګري غورځوي او نیمايي کې یې پریږدي. داسې خلک شته چې ملګري او کورنۍ ورته اهمیت نه لري، یعنې چې کورنۍ او اوږدمهاله ملګري پریږدي، بیا به له تاسره څه ژمن پاتې شي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.