د ګوګل عینکې د کمپیوټر اړتیا پای ته رسوي

تاند- ګوګل چې په تېرو کلونو کې یې د ځیرکو یا سمارت عینکو په جوړولو کې تجربې بریالۍ نه وې، دا ځل پر خپلو عینکو باوري دی.
د ګوګل نوې عینکې، چې بیه یې له ۱۵۰۰ تر ۱۸۲۹ ډالره ایښودل شوې، داسې جوړې شوي چې د مېز شاته کمپیوټر ته د کښېناستو له اړتیا مو خلاصوي.
د ګوګل له مخکنیو عینکو سره د دغو تر ټولو مهم توپیر په دې کې دی چې ۷۸۰ میلي امپایر بېټرۍ پکې زیاته شوې.
دا بېټرۍ یوه سلامته ورځ کار کوي.
له بلې خوا د دې عینکو حافظه یا میموري د مخکنیو هغو دوه برابره ده؛ یعني ۳۲ ګېګابایټو ته زیاته شوې ده.
دغه راز د اینټل کمپنۍ پروسیسر لري، وای فای (WiFi) یې چټک دی اونوي سینسرونه، په تېره بیا جي پي ایس (GPS) او نسبتاً قوي لوډسپېکر لري.
پر دغو عینکو ویدیو او اډیو ثبتولی، او له انترنیټ سره وصلولی شو.
ګوګل د عینکو پېرودونکو ته د کلوډ ۲ ګېګابایټه سپېس ورکوي چې خپل معلومات پکې زېرمه کړي.
دا عینکې دوې کمرې لري چې ۵ میګاپیکسله دي او د فلم دقت یې ۷۲۰ پیکسله دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.