په چین کې ۵ زره ډالري برقي موټر راووتل

تاند- مشهورې امریکايي کمپنۍ (جنرال موټرز) د چینایانو له وس سره سم پنځه زره ډالري برقي موټر جوړ او د چین بازارونو ته راایستلي دي.
دا موټر (Baojun E100) نومېږي او یوازې په چین کې پلورل کېږي. په دومره بیه په امریکا کې یو موټرسایکل هم څوک اخیستلی نه شي.
له جنرال موټرز سره د دغه موټر په جوړولو کې د چین دولتي کمپنۍ (SAIC) همکاري کړې ده.
دا موټر ډېر کوچنی دی او یوازې د ښارونو په منځ کې ورڅخه کار اخیستل کېدای شي.
په یو وار چارج کېدو ۱۵۵ کیلو متره مزل کولی شي. خو د لیتیم بېټرۍ یې اووه نیم ساعته دوام کوي.
لیتیم هغه ماده ده چې تراوسه پورې یوازې په کولمبیا او افغانستان کې موندل کېږي. د افغانستان لیتیم لا استخراج شوي نه دي خو ویل کېږي چې یوه ورځ به افغانستان د عربي هیوادونو په شان شتمن کړي.
دا (Baojun E100) موټر د دوو تنو سپرلیو لپاره جوړ شوی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.