په سایبریا کې د ډایناسورانو هدیره وموندل شوه

تاند- د روسیې په سایبریا کې په تصادفي ډول د ډایناسورانو هدیره وموندل شوه. په دې هدیره کې ځینې هډوکي له ۱۰۰ تر ۱۲۰۰ ملیون کاله پخواني دي.
د بریتانیا د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د سایبریا د تومسک د ایالتي پوهنتون څېړونکو دا هدیره په تصادفي ډول په کراسنویارسک سیمه کې موندلې ده.
دوی باور لري چې لرغونو انسانانو په دې سیمه کې د ماموتانو (پیل) او د اوبو د اسانو ښکار کاوه خو تر دې ملیونونه کاله وړاندې غوښه خوړونکي ډایناسوران د مرګ په وخت دلته راتلل.
څېړونکو سږ دوبی په دې سیمه کې څېړنې بیل کړې او د ډایناسورانو پاتې شوني یې د پرښو او رسوباتو په منځ کې وموندل.
لا هم په سیمه کې کیندنې روانې دي خو تراوسه موندل شوي نښې ښيي چې په دې سیمه کې د ډایناسورانو په زرګونو هډوکي شته.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.