دغه صفحه پرنټ کول

موږ ولي زړېږو (عمر مو ولي پخیږي)؟

ایا داسي درمل سته چي عمر مو اوږد کړي؟
عمر پخېدل او زړیدل یو لوی حقیقت دی، چي زړېدل په نړی کي د عزت او احترام نښه ده.
زړېدل یوه پیچلې پروسه ده او ټول انسان یو ډول نه زړېږي چي مختلف عوامل لري.
د پیړیو راهیسي ساینس پوهان پدې لټه کي وه؛ ترڅو د عمر پخیدلو اصلي عوامل پیدا،او د هغه د مخنیوي لپاره حل لاره پیداکړي.
د زړېدلو(عمر پخیدلو) پیژندنه: په دوامداره ډول د زیانمن سویو حجراتو، انساجو او اعضاءو چي ددمختلفو امراضو او ان د مرګ لامل کیږي.
یو نوي څیړنه ښکاره کوي؛ چي د زړيدلو(تخریب) پروسه په ۲۴ کلنۍ کي شروع کیږي؛ خو دا پروسه په دماغ کي ډیره کمه ده.
ایا داسي درمل سته چي عمر مو اوږد سي؟
بلی!
د امریکا د عمر پیژندني ملي انسټیټیوټ سرمحقق ګاويډ هاریسن د څیړنو او کوښښنو په نتیجه کي د RAPAMYCIN په نوم درمل جوړ؛ ترڅو د زړښت د مخنیوي لپاره یې وکاروي.
د RAPAMYCIN پبژندنه؟
نوموړی درمل په ایستر جزیره کي د یو خاص نوع بکتریا څخه مشتق سوې.
پدې څیړنه کي RAPAMYCIN پر موږکانو تطبیق سو په نتیجه کي د تجربه سوو موږکانو عمر تر عادي عمر ۲۵ سلنه زیات وو.
یاد درمل د mTOR جینونو باندي عمل کوي؛کوم چي د حجراتو میتابولیزم کنترولوي.
کله چي RAPAMYCIN دmTOR جینونه نهي کړي ،حجرات په یو خاص سبک بقا پیداکوي او د عمر د اوږدېدو لامل کیږي.
یاد درمل تراوسه پر انسانانو ندي تطبیق سوي؛ خو د PureTech په نوم کمپنۍ پلان لري ترڅو RAPAMYCIN په انسانانو کي د mTOR د نهي کولو لپاره استعمال کړي تر څو په انسانانو کي د ژوند داوږدیدو لامل سي.
راټولونه: صدیق پیژاند

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)