جاپانیان تر ټولو کوچنی الوتونکی موټر جوړوي

03 زمری 1396 چنار راډیو

جاپاني متخصصان د یوه داسي الوتونکي موټر پر جوړولو کار کوي چې د نړۍ تر ټولو کوچنی الوتونکی موټر به وي.
ټاکل شوې ده چې دا موټر تر ۲۰۲۰ کال پورې جوړ او بازار ته راووځي.
په همدغه کال به توکیو د المپیک او پاراالمپیک سیالیو کوربه وي.
د جاپان د بلید رانر موټر جوړونې کمپنۍ په نړۍ کې تر ټولو د کوچني الوتونکي موټر پر جوړولو نژدې ۳۷۶ زره ډالر پانګونه کړې ده.
دا موټر ۱ متر او ۹ سانتي اوږدوالی او یو متر او ۳ سانتۍ پلنوالی لري.
په جاپاني ویبپاڼو کې د دغه موټر په اړه ویدیو خپره شوې او په هغې کې لیدل کېږي چې درې ټایرونه، یو انجن او څلور روټرونه لري.
دا موټر به په هوا کې په هر ساعت کې ۱۰۰ کیلومتره سرعت لري.
همداراز ویل شوي چې دا موټر د الوتکو په شان الوتلار یا رنوې ته اړتیا نه لري ځکه چې پر مځکه په عمودي ډول کښېني؛ په عین حال کې دا موټر پر سړکونو د عادي موټرونو په شان چلېدای شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.