بوینګ د سپرلیو لپاره لومړنۍ بې پېلوټه الوتکه جوړوي

03 زمری 1396 چنار راډیو

تاند- بوینګ کمپنۍ وايي چې تر راتلونکي کال پورې به لومړنۍ بې پېلوټه مسافري الوتکه وازمويي.
د یوینګ کمپنۍ د تولیداتو مرستیال رييس مایک سینټ وویل، په نړۍ کې د لومړنۍ بې پېلوټه مسافر وړونکې الوتکې کار په لومړنیو پړاوونو کې دی خو باوري دی چې شونی دی.
د نړۍ د الوتک جوړونې د دې تر ټولو سترې کمپنۍ مرستیال ډاډ ورکړ چې دا لوتکه به پوره خوندي وي.
ده دغه راز وویل چې تراوسه پورې یوه مسله لا حل شوې نه ده او هغه دا ده چې ایا په بیړنیو حالاتو کې به دا الوتکه د پېلوټ په نه موجودیت کې کښېنستی شي او که نه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.