ډېر خلک هڅه کوي چې له خوبه د را ويښېدو لهپاره له ډول ډول الارم یا هم نورو داسې ساعتونو ګټه پورته کړي چې تېره غږ ولري.
په چنار وېب کې مو وړاندې درته خپاره کړي و چې داسې ساعتونه هم جوړ شوي چې په خوشبو پرېښودو مو له خوبه را بیدارولای شي.
اوس تازه خبر دا دی چې د میلا په نوم یو ساعت جوړ شوی او یوازې د ماشومانو لهپاره کارول کېږي چې هغوی له خوبه را بیدار کړي.
دا ساعت د وخت تر ټاکلو وروسته هماغه مهال په ډېره مهربانه لهجه سلام کوي او ماشومان له خوبه را پاڅوي.
له سلام سره سم یو ډول ښکلې موسیقي هم لري چې د ماشومانو لهپاره په زړه پورې ده او په ډېره مینه یې را بیدارولای شي.
دا ساعت همدا ډول تر خپل ټاکل شوي وخت مخکې په ډېر ارامه موسیقي وهلو پیل کوي او پر ټاکلي وخت بيا سلام اچول پیلوي او تر هغه نه غلی کېږي چې تڼۍ ته یې فشار ور نه کړل شي.