د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ لوبـډلې بنګله دېش ته بيا ماتې ورکړه

د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ ملي لوبډلې په څلورمه يوه ورځنۍ لوبه کې د بنګله دېش ١٩ کلنې لوبـډلې ته يو ځل بيا ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ١٢مه، چهارشنبه وويل، د افغانستان ١٩ کلنو لوبډلې لومړى توپوهنه وکړه او ټوله لوبډله په ٤٥ اوورونو کې په ١٣٣ منډو وسوځېدله.
د افغانستان له لوري نثار وحدت په زړه پورې لوبه وکړه او ٥٣ منـډې يې جوړې کړې، دغه راز دروېش رسولي ٢٣ او نوين الحق ١٦ منډې جوړې کړې.
هوتک وايي، د بنګله دېش د ١٩ کلنو لوبـډلې لوبغاړو د افغان توپ اچوونکو مقابله ونه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په يو دېرشم اوور کې په ٨٨ منډو  وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٤٥ منډو په توپير سره وګټله.
د افغانستان د ١٩ کلنو لوبـډلې له خوا مجيب ځدراڼ په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د بنګله دېش ٧ لوبغاړي يې وسوځول، نوموړى د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
تر دې مخکې هم افغانستان او بنګله دېش دواړو يوه يوه لوبه ګټلې وه او يوه لوبه د باران له امله بې پايلې پاتې وه.
د ١٩ کلنو ملي لوبډله د اسيا او نړيوال جام سياليو د چمتووالي په موخه له بنګله دېش سره دوستانه لوبې کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.