د سپین غر لوبډلې د غازي امان الله کرکټ سياليو اتلوالي خپله کړه

د هېواد په کچه د زونونو تر منځ د غازي امان الله خان کرکټ سياليو اتلوالي سپین غر لوبډلې خپله کړه.
د زمري ٢٨مه چې د خپلواکۍ ورځ ده په همدې ورځ ننګرهار کې د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان په لوبغالي کې د هېواد د پنځو زونونو تر منځ د غازي امان الله خان یو ورځنیو کرکټ سیالیو پای لوبه ترسره شوه.
په پاى لوبه کې سپين غر لوبډلې، بُسټ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره وکولاى شول چې د دې سياليو اتلوالي خپله کړي.
د یادو سیالیو پای لوبې ته د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري، د لومړۍ سرحدې لوا قوماندان محمد ایوب حسین خېل، د کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل او ګڼ شمېر نور مينه وال يې ورغلي وو.
د ننګرهار والي سپین غر لوبډلې ته د غازي امان الله خان یو ورځنیو سیالیو د اتلولۍ مبارکي ورکړه او د کرکټ بورډ ادارې څخه یې مننه وکړه چې د یادو سیالیو پای لوبې یې په ننګرهار کې د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان په لوبغالي کې ترسره کړه .
یادو مسوولینو له پای لوبې وروسته یو شمېر لوبغاړو ته ډالۍ، سپین غر زون لوبډلې ته د لومړي مقام او بوست ته د دويم مقام کپونه ورکړل.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.