د فوټبال د نړیوال فدرېشن له تازه درجه بندۍ یا رینکینګ سره سم د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله یوه شمېره ټیټه شوه او له ۱۵۵ څخه ۱۱۵۶ شو.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سږ کال په جون میاشت کې ۱۵۵ مقام درلود، خو د فیفا په تازه درجه بندۍ کې یوه درجه ټیټ شوی دی.
د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدرېشن په تازه درجه بندۍ کې د جرمني د فوټبال ملي لوبډله لومړی مقام لري.
ورپسې په ترتیب برازیل، ارجنټاین، سویس، هالنډ، او پرتګال دوهم، درېم، څلورم، پنځم او شپږم مقامونه لري.
پاکستان، چې فوټبال یې تر افغانستان کمزوری دی، د فیفا په درجه بندۍ کې ۲۰۰ ځای لري.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله یوه درجه شا ته شو
خپل نظر ورکړئ
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.