راشد ارمان د ۲ لوبغاړو د سوځولو او لږ منډو ورکولو په خاطر د سیالۍ غوره لوبغاړی شو

26 زمری 1396 له تاند وېب پاڼې په مننې


د ویست انډیز په کربین غوره لیګ سیالیو کې راشد خان ارمان دوه لوبغاړي وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.
 په دې لوبې کې سنټ لوشیا د راشد خان لوبډلې امازان واریرز ته په ۲۰ اورونو کې د ۱۵۲ منډو هدف ورکړ.
امازان واریرز دغه هدف په وروستي اور کې پوره کړ او په لومړي ځل یې د کربین غوره لیګ (سي پي ال) په سیالیو کې لوبه وګټله.
راشد خان ځکه د لوبې غوره لوبغاړی شو چې په څلورو اورونو کې یې یوازی نهه منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې هم وسوځول.
تر دې وړاندې په دوو لومړیو سیالیو کې ارمان څوک نه ول سوځولي او دا د ډېرو لپاره د حیرانتیا وړ وه.
د یوې سیالۍ په ۴ اوورونو کې د ۹ منډو ورکړه تر دې دمه د کربین غوره لیګ په سیالیو کې تر ټولو کمې منډې دې چې یو توپ‌ اچوونکی یې په څلورو اورونو کې ورکوي.
امازان واریرز تر دې مخکې دوه لوبې کړې وې او دواړه یې بایللې وې.
دا لومړی ځل دی چې دوه افغان لوبغاړي د کرابین کرکټ لیګ سیالیو کې لوبیږي، محمد نبي‌ او راشد خان تر دې مخکې د هند او بنګله دېش په کورنیو سیالیو کې هم لوبېدلي دي.
محمد نبي هم تراوسه په څو سیالیو کې ښه ځلېدلی، لږ منډې یې ورکړي او د کره بین لیګ په تېره سیالۍ کې یې خورا ښه بیټنګ وکړ. ده په ۹ توپونو ۲۴ منډې وکړې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.