پښتون افریدی په شپږیره کې لوبېږي

26 زمری 1396 له تاند وېب پاڼې په مننې

په بوبوم مشهور د کرکټ لوبغاړی شاهد خان افریدی به په راتلکونکې شپږیزه لیګ سیالیو کې ولوبیږي
د سپینغر زمریانو د فېسبوک رسمي پاڼې له مخې شاهدخان افریدی به په پنځم پړاو شپږیزکریکټ لیګ کې د سپینغر زمریانو لوبډلې سره یوځای شي.
افریدي، چې تازه یې د پاکستان له ملي لوبډلې څخه تقاعد اعلان  کړی، د خپل هیواد په ګټه تر دې دمه په ټیسټ سیالیو کې ۲۷ لوبو او ۴۸ پاڼیو کې ۱۷۱۶ منډې جوړې کړي چې تر ټولو زیاتې منډې په یوه لوبه کې ۱۵۶ منډي او همداراز په ۳۹۸ یو ورځنېو لوبو کې ۸۰۶۴ منډې او ۶ سلیزې او په ۹۸ شل اوریزو لوبو کې ‍۱۴۰۵ منډ ېجوړې کړي خو په شل اوریزو لوبو کې سلیزه نلري.
افریدي د پاکستان په کورنیو سیالیو کې د حبيب بانک په ګټه په پې سي ایل کې د پيښور زلميله لوبډلې، دهند په اي پي ایل کې د دکن چارجرز، په بي پي ایلکېله  ډاکه ګالډيټرز، د انګلستان په کونټي سیالیو کې له هامشاشير سره لوبیدلی دی.
شپږیزه لیګ چې په راتلکونکي سپټمبر میاشت کې پیلېږي، دا ځل پر زیمبابوې او پاکستان سربیره د نورو هیوادونو لوبغاړي هم ورته اخیستل شوي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.