افغانستان د کرکټ په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې ایرلیند ته ستره ماتې ورکړه

15 ليندی 1396

کابل ( ۱۴ لیندۍ ۹۶) : دافغانستان کرکټ ملی لوبډلې  په لومړۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې ایرلینډ ته ستره ماتې ورکړه.
د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د درېیو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ نن د لیندۍ په ۱۴مه، په متحده عربي اماراتو کې پیل شوه.
د دې لوبې پچه ایرلینډ وګټله او لومړی یې دتوپ اچونې پریکړه وکړه،
دافغانستان لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدلو ۲۳۸ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته یې د ۲۳۹ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان لومړنیو دوو لوبغاړو جاوید احمدي او احسان الله جنت ژر ژر وسوځیدل، خووروسته رحمت شاه او ناصر جمال دواړو پنځوسیزې ووهلې او دافغانستان منډې یې ۱۲۰ ته ورسولې، ددوی دواړو سوځیدلو وروسته نور لوبغاړي هم وسوځیدل، خو وروسته شفیق الله شفق او راشد خان ډیره ښه لوبه وکړه او افغانستان ته یې ښې منډې جوړې کړې.
دایرلینډ لوبډلې د یادهدف ترلاسه کولو لپاره چې کله لوبه پیل کړه، نو لوبغاړي يې دافغان توپ اچوونکو مقابله  ونه شوه کړای او ټوله لوبډله یې په ۳۲ اورونو کې په  ۱۰۰ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د  ۱۵۰ منډو په توپیر سره وګټله.
مجیب ځدراڼ چې نن یې لومړي یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کوله، په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د ایرلینډ څلور لوبغاړي یې وسوځول.  هغه  دلوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
راشد خان هم درې ، دولت ځدراڼ ۲ او محمد نبي یو لوبغاړی وسوځول

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.