افغانستان اماراتو ته په ماتې ورکولو د انټرکانټنينټال کپ اتلولۍ خپله کړه

11 ليندی 1396

کابل (١١ ليندۍ ٩٦) : د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د انټرکانټيننټال يا لويو وچو جام سیالیو په وروستۍ لوبه کې اماراتو ته په ماتې ورکولو سره ددې سياليو اتلولي خپله کړه.
د نړۍ د اتو لوبـډلو په ګډون دا څلور ورځنۍ سيالۍ دوه کاله مخکې پيل شوې وې او نن د افغانستان په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
افغانستان د انټرکانټيننټال جام سياليو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې په دوبۍ ښار کې پيل کړه، ددې څلور ورځنۍ لوبې پچه د اماراتو لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
 د افغانستان لوبډلې ډېره ښه لوبه وکړه او په خپل لومړي اننګز کې په ١١٤ اوورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٥١٠ منډې جوړې کړې ، د افغانستان له لوري احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتي او لوبډلمشر اصغر ستانکزي سليزې ووهلې.
د متحده عربي اماراتو لوبډله په لومړي اننګز کې په ۱۹۷ منډو وسوځېدله، دافغانستان له لوري راشد خان او ظاهر خان درې درې لوبغاړي وسوځول،  دا چې دافغانستان د منډو په مقابل کې په ډېرو کمو منډو وسوځېدله ؛نو د کرکټ په اصطلاح (فالوان) شول .
اټکل کېده، چې د لوبې په درېيمه ورځ به دافغانستان په بريا پاى ته ورسېږي، خو د اماراتو لوبډلې په دوم اننګز کې د افغان لوبغاړو سخته مقابله وکړه او لوبه يې څلورمې ورځې ته وغځوله، خو په څلورمه ورځ راشد خان يو ځل بيا ښه لوبه وکړه او د اماراتو لوبډله يې تر سخت فشار لاندې راوستله.
د اماراتو لوبډلې دغه راز تر غرمې وروسته په دويم اننګز کې ٣٣١ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د بريا لپاره د ١٩ منډو هدف ورکړ چې افغانستان په ډېرې اسانۍ سره ترلاسه او لوبه يې وګټله.
راشد خان ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
افغانستان ته په دې بريا سره ٢٠ نومرې ورکړل شوې، چې له دې سره يې په دغو سياليو کې ټولې ١٢١ نومرې شوې. ايرلينډ ١٠٩ نومرو سره دويم او هانګ کانګ له ٥٩ نومرو سره درېيم مقام خپل کړ.
افغانستان په دې جام کې يوه لوبه مساوي او شپږ يې ګټلي، له سکاټلينډ سره يې لوبه مساوي شوې وه، خو ايرلينډ، هالنډ، هانګ کانګ، نميبيا، پي اين جي او اماراتو څخه يې لوبې ګټلې وې.
افغانستان د انټرکانټنينټال کپ سياليو کې تر اوسه شپږ لوبې کړي، پنځه يې ګټلي، يوه مساوي شوې او د  ١٠١ نومرو سره په جدول کې په لومړي مقام کې ځاى لري، ايرلينډ ٨٩ نومرو سره په دويم مقام کې دى.
د يادونې ده چې افغانستان په ٢٠١٠ زېږديز کال کې هم دغه جام ګټلى و او په ٢٠١٤ کال کې يې دويم   مقام خپل کړى و.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.