د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د بشپړ غړيتوب جشن ونمانځل شو

03 زمری 1396 چنار راډیو

کابل (٢٤ چنګاښ ٩٦) : د افغانستان کرکټ بورډ لخوا په رسمي توګه د کرکټ د نړيوالې شورا لخوا د بشپړ غړيتوب ورکولو جشن ونمانځل شو، چې پکې د چارواکو ترڅنګ سلګونو مينه والو هم برخه اخيستې وه.
د جشن دا مراسم تېره ورځ ماښام په کابل په کابل کې د کرکټ نړيوال لوبغالي کې پيل شول او تر ماخوستن ناوخته پورې يې دوام درلود.
د مراسمو پيل د قران کريم له تلاوت او ورپسې ملي سرود سره وشو، چې ټولو ګډونوالو يې په درناوى ودرېد.دغه راز يو شمېر سندر غاړي کرکټي او نورې سندرې هم وويلې.
د افغانستان کرکټ اجراييو رييس شفيق الله ستانکزي ټولو مېلمنو او د کرکټ مينه والو ته ښه راغلاست او د لومړۍ درجې غړيتوب يې  مبارکي ېې ټولو ته ورکړه.
په سياسي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د سولې د عالي شورا ددارالانشاء رييس ډاکټر اکرم خپلواک هم د بشپړ غړيتوب مبارکي ورکړه او زياته يې کړه، چې ولسمشر او حکومت د ټولو لوبو ترڅنګ کرکټ ته ځانګړې پاملرنه کوي او د خپل لوري يې د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ولسي جرګې منشي قادر ځاځي کرکټ بورډ ته دخپل ملاتړ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې وکيلان به د کرکټ په چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.