دغه صفحه پرنټ کول

د چین په اسیايی سیالیو کې د افغان ورزشکارانو لومړی بری!

د چین په اسیايي سیالیو کې، چې د شنبې په ورځ / سپټمبر۲۳ رسماً پیل شوې، د افغانستان تر سلو ډېر لوبغاړي برخه لري.

د راپورونو له مخې، د چین د هانګژو په اسیايي سیالیو کې د افغانستان په لوبغاړو کې ۱۷ بهرمېشتې ښځې هم شاملې دي.

افغان لوبغاړي، چې د ډیرو پام یې ځان ته اړولی، په ۱۷ څانګو کې لوبېږي.

ټاکل شوې وه چې اسیايي لوبې د ۲۰۲۲ د سپټمبر له ۱۰ تر ۲۵ پورې ترسره شي خو د کرونا وبا د خپرېدو له کبله وځندېدې.

په دې سیالیو کې، چې د اکتوبر تر ۸ پورې دوام کوي، د ۴۵ اسیايي هیوادونو ټولټال ۱۲ زره ۵۰۰ لوبغاړي په ۶۰ بیلابیلو سپورتي څانګو کې ګډون لري.

د افغانستان په سپورتي ډله کې ۱۲۸ لوبغاړي شامل دي. افغانستان د چین په اسیايي سیالیو کې د والیبال، کرکټ، تکواندو، جودو، ووشو، بوکسینګ، بایسکل ځغاستي، کراتې، وزن پورته کولو، لامبو، رکبي او نورو څانګو کې لوبغاړي استولي دي.

د افغانستان په وتلیو لوبغاړو کې یو هم خالد هوتک دی چې د اندونیزیا د جاکاراتا د ۲۰۱۸ کال په اسیايي سیالیو کې یې میډال ګټلی و. همداراز محسن رضايي دی چې د اکواندو لوبډلې کیپتاني هم په غاړه لري.

د ووشو سپورتي څانګې لوبغاړي محمدخالد هوتک په اسیايي سیالیو کې نن خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه.

هوتک د چین د هانګژو په اسیايي سیالیو کې په ۷۰ کیلو ګرامه وزن سیالۍ کې دې بري منځلوبې یا کوارټرفاینل ته ورساوه.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)