افغانستان د کرکټ په څلور ورځنۍ لوبه کې له هانګ کانګ څخه مخکې شو

د انټرکانټنينټال کپ څلور ورځنيو سياليو په لړ کې افغانستان نن خپله شپږمه لوبه له هانګ کانګ سره په برياليتوب سره پيل کړه.
دا څلور ورځنۍ لوبه چې نن د تلې په ٢٨مه، د هانګ کانګ د مونګ هونک په لوبغالي کې پيل شوه، ټاس يا پچه يې هانګ کانګ وګټله او لومړى يې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغان توپ اچوونکو او په ځانګړې توګه د راشد خان د ښې لوبې له امله د هانګ کانګ ټوله لوبډله په لومړي اننګز کې په ١٤٦ منډو وسوځېدله .
د افغانستان له لوري راشد خان پنځه ، دولت ځدراڼ ٣، محمد نبي او ظاهر خان يو يو لوبغاړى وسوځول.
د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د ښې توپ اچونې ترڅنګ په توپ وهنه کې هم ښه وځليدل او ددې څلور ورځنۍ لوبې د لومړۍ ورځې تر پايه پورې يې په خپل لومړي اننګز کې ٢٧٠ منډې جوړې کړې وې او دوه لوبغاړي يې سوځولي وو.
د افغانستان له لوري جاوېد احمدي په زړه پورې لوبه وکړه او سليزه يې ووهله ، هغه په ١٠٦ منډو وسوځېد، دغه راز احسان الله ٦٣ منډې جوړې کړې، رحمت شاه په ٣٤ او اصغر ستانکزى په ٥٨ منډو ولاړ دي او لا نه دي سوځېدلي.
د انټرکانټنينټال کپ سياليو کې افغانستان، ايرلينډ، هالنډ، متحده عربي امارات، سکاټلينډ، پي اين جي، هانګ کانګ او د نميبيا هېوادونو برخه اخيستې وه.
افغانستان تر اوسه پنځه لوبې کړې وې، يوه يې برابر شوې او څلور يې ګټلي دي او ٨١ نومرو سره په جدول کې دويم مقام لري، د ايرلينډ شپږو لوبو سره ٨٩ نومرې دي.
که چېرې افغانستان دا لوبه وګټي، نو افغانستان به يو ځل بيا د نومرو په جدول کې لومړى مقام خپل کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.