د کرکټ تاریخ کې لومړنۍ لس اوریزه سیالۍ کیږي

18 تله 1396 خپرونکی : شرافت مندوزی

د کرکټ په تاريخ کې د لمړي ځل لپاره د ۱۰ اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ پیل کیږي، چې پکې به ۶ لوبډلې ګډون وکړي.

د T-10 (ټي ټین) په نامه د دغه ۱۰ اوریزه کرکټ سیالیو ټورنمنټ، چې په متحده عربي اماراتو کې په نږدې راتلونکې کې پیلیدونکی، پکې به د کرکټ نړۍ مشهوره لوبغاړي ګډون وکړي.

د دغه ټورنمنټ لپاره تر دې مهاله مشهور ویسټ انډیزي لوبغاړي کریس ګيل، هندي ويرندر سيهواګ، پښتون لوبغاړي شاهد خان افريدی او سریالنکایي کمار سنګا کارا د سفيرانو په توګه تړونونه لاسلیک کړي دي.

د دغه لیګ د رسمي فیسبوک پاڼې د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې به د ۵۰ څخه زیات لوبغاړي د لوبیدو چانس ولري، چې له افغاستان څخه محمد نبي عیسی خیل او ځوان راشد خان هم د لوبیدو هوکړه کړې ده.

 

په دغه ټورنمټ کې د سیالیو پر مهال د لا نورو ډيرو تغیراتو په اړه ویل شوي دي، چې د لوبو پر مهال به نندارې ته وړاندي شي.

د سیالیو ۶ ګډون کوونکې لوبډلې ګجرات ټایکرز، پنجابي لیجنډز، کیرالیټیز کینګز، بنګله ټایګرز، مراتا اربیان او پښتون ټیم شامل دي.

په دغه لوبو کې به د پښتون ټیم لپاره پاکستانی لوبغاړی شاهد افریدي د لوبډلمشرۍ دنده ترسره کړي.

 

د یادونې وړ ده چې د کرکټ نړیوالې شورا په دې وروستیو کې د کرکټ په اصولو لکه د بیټ د اندازې، بونډرۍ سره نژدې د کیچ کولو او ځینو نورو برخو کې هم د ځینو نویو اصولو د عملي کیدو اعلان کړی دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(2 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.