اسټرالیوي ډین جونز د ملي لوبډلې روزونکی وټاکل شو !

18 تله 1396 خپرونکی : شرافت مندوزی

د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ډین جونز د افغان کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزنکي په توګه د دندې وړاندیز منلی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې پخوانی لوبغاړی او د اوسني کرکټ مبصر اسټرالوي ډین جونز یې د هانګ کانګ پر وړاندې د کیدونکې څلور ورځینۍ سیالۍ لپاره د مشر روزونکي په توګه په دنده وګماره.

ډین جونز د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ۵۲ ټیسټ او ۱۶۴ پنځوس اوریزه کرکټ نړیوالو سیالیو کې لوبیدلی دی، چې په ټیسټ یا ۵ ورځینیو لوبو کې یې ۲۶۴ او ۵۰ اوریزه لوبو کې یې ۱۴۵ تر ټولو ډیرې منډې جوړې کړې دي. نوموړي تر دې مهاله د کرکټ کمینټرۍ یا تبصرې ترڅنګ د پاکستان په غوره لیګ کې د اسلام اباد یونایټیټډ لوبډلې د مشر روزنکي او د اسټرالیا ملي لوبډلې د توپوهنې په برخه کې د مشاور په توګه دنده ترسره کړې ده.

افغان کرکټ بورډ ویلي دي، له نوموړي سره یې د لنډ مهال لپاره تړون کړی دی او د هانګ کانګ پر وړاندې د کیدونکې سیالۍ وروسته به په اوږد مهاله تړون غور وکړي.

د افغانستان او او هانګ کانګ د کرکټ ملي لوبډول ترمنځ به د انټر کانټینیټل جام سیالیو په لړ کې راتلوکې لوبه د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۰ مه نېټه ترسره شي، چې په ګټلو سره به یې افغان لوبډله د جدول په سر کې ځای خپل کړي.

افغانستان اوس مهال په دغه جام سیالیو کې د ۸۱ امتیازونو په درلودلو سره په دویم مقام کې ځای لري.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان کرکټ بورډ په دې ورستیو کې د هندي روزونکي لال چاند راجپوت سیتها رام سره خپل تړون پای ته وروسوو، خو لا تر دې مهاله یې د بل کوم روزونکي سره د اوږد مهاله تړون په اړه څه نه دي ویلي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.