سه شنبه, 06 چنګاښ 1396 -

پرفیسبوک مو هم ملتیا وکړئ

mod_vvisit_counterنن ورځ :1327
mod_vvisit_counterتیره ورځ :3758
mod_vvisit_counterتیره اوونۍ :34274
mod_vvisit_counterټول ټال :1523434
We have: 41 guests online
د سپینو طالبانو سرو روسانو او دوه رنګي پاکستان ورورولي/ چنار راډيو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک

جمعه 12 غبرګولی 1396 ساعت 16:24

څرنګه چې ټول هېوادوال خبر لري چې د روژې مبارکې په اوله په خوست کې او د روژې په پنځمه په کابل ښار کې د تروریستانو له خوا چې طالبان یې عاملین دي او حقاني شبکه یې تر شا ولاړه ده کومه چې د پاکستان د جهنمي استخباراتي سازمان آي اس آي لخوا تمویل او روزل کیږي ، داسې فجیع بریدونه وشول چې د نړۍ په اسلامي تاریخ کې ساری نه لري .
په خوست کې تر ۱۸ شهیدان او تر لسو ټپیان او په کابل کې تر ۱۵۰ زیات شهیدان او تر ۴۵۰ پورې ټپیان شول.
دغه ټکی نن ورځ ټولو ته جوت دی چې دا راز ظالمانه ځانمرګي بریدونه په اسلام کې ځاي نه لري خو عاملین یې همدغه حقاني شبکه ، داعش ، طالبان او د پاکستان تش په نوم اسلامي حکومت دی چې نه غواړي په افغانستان کې د امن او سوکالی ژوند ولرو.
مسله له دې قراره ده چې په طالبانو باندې د پیسو او وسلو هغه پخوانۍ چینې چې له القاعده او نورو عربي ټولنو لخوا به ورته رسېدلې نن ورځ یا پرې بندې شوي او یا هم کمې شویدي  نو هغه پخواني دښمن ته یې پناه وروړه او او د مرستې غوښتنې لاس یې ور وغځاوه چې تر پرونه مجاهدینو او طالبانو د نړیوالې ټولنې په مرسته له دوي سره جګړه کوله.
هو ! طالبانو روسیې ته د مرستې لاس اوږد کړیدی ، وسلې او پیسې ترې غواړي او ورته وایی چې  مونږ په افغانستان کې  د هغه نظام خلاف جګړه کوو چې پرون یې  له تاسو سره جګړه کوله.
روسیه هم په پوره سپین سترګۍ سره دوي ته وسلې او پیسې ورکوي تر څو له دې لارې هم له پخوانیو دښمنانو د جګړې قصد واخلي او هم فعلآ په افغانستان کې مېشت نړیوالې ټولنې ته چې د افغانستان د امن او بیا جوړونې لپاره یې په سر او مال صرفه نده کړي ، ستونزې پیدا کړي.
که څه هم طالبان له عامو وګړو څخه د عشر او زکات په نوم په زوره پیسې او نور توکي اخلي خو دا د دوي مصارف نه شي ورته پوره کولاي او پدې هڅه کې دي چې د پاکستان د مرستو سره سره له روسیې هم پیسې او وسلې واخلي او بیا یې پدې غریب او جګړه ځپلي ولس عملي او وکاروي.
عرب  باید پدې پوه شي چې که پرون ورځ د افغانستان په چارو کې  دوي آزاده مداخله کوله نو نن ورځ یې هغه امکانات له لاسه وتلي او بیا به د پان اسلامیزم مفکوره نړۍ ته صادره نه کړي.
افغان ولس له نړیوالې ټولنې غواړي چې  د پاکستان تر څنګ پر روسیه هم فشار راوړي  چې د موجوده نظام  له دښمنانو سره مرستې بندې کړي او پرېږدي چې افغانان په امن او سوله کې ژوند وکړي.