سه شنبه, 06 چنګاښ 1396 -

پرفیسبوک مو هم ملتیا وکړئ

mod_vvisit_counterنن ورځ :1330
mod_vvisit_counterتیره ورځ :3758
mod_vvisit_counterتیره اوونۍ :34274
mod_vvisit_counterټول ټال :1523437
We have: 43 guests online
طالبان اوحقاني شبکه د سکې دوه مخه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک

جمعه 12 غبرګولی 1396 ساعت 16:02


څرنګه چې نړیوالو رسنیو دغه ټکی نن ورځ د نورو مسایلو تر څنګ د خبرونو سرټکی ګرځولی چې طالبان له روسیې پیسې او وسلې غواړي او تر لاسه کوي خو له دې سره سره بیا هم طالبان دغه ادعا ردوي.
د پاکستان پرېس ورځپاڼه په ډاګه لیکي چې روسان په پاکستان کې لیدل شوي او طالبانو په څرګند ډول له روسیې پوځي مرستې تر لاسه کړي دي.
پاکستان پرېس کاږي چې  روسي پوځي چارواکو له پاکستان او طالبانو لیدنه کړېده او دا د دې بهترین ثبوت دی چې روسیه د پاکستان له لارې له طالبانو سره پوځي مرسته کوي .
درنو اورېدونکو : څرنګه چې خبر یاست تېر اوړی د ملا اختر محمد منصورد مړینې وروسته سراج حقاني په خپلوخبرو کې ویلي ووچې طالبان اوحقاني شبکه سره بېل ندي بلکې متحد دي  نودغه ټکی لا په ثبوت رسیږي چې حقاني شبکه هم د طالبانو په څېر له روسیې پوځي وسلې اونغدې پیسې تر لاسه کوي تر څو په افغانستان کې د حاکم نظام په مقابل کې ستونزې جوړې کړي او افغان بېګناه مسلمانان په وینو کې ولمبوي.
د جلال الدین حقاني د تنظیم د جهاد په ثمره  کې روسي یرغلګر دې ته مجبور  شول چې له افغانستانه پښې خالي کړي اوکمونست رژیم ړنګ شي خو له بده مرغه نن هماغه حقاني شبکه د روسانو ورتګ ته ښه راغلاست وایي اومرستې ترې غواړي.
د افغانستان خلک د روسانو په بد نیت او د حقاني شبکې ،طالبانو او د آی – اس – آي  په ناوړه پلانونو ښه پوهیږي او انشا الله په هره لحظه کې حاضر دي چې د دا ډول ناوړه کړنو د مخنیوي په لاره کې به له خپل نظام او وسلوال پوځ سره مرسته کوي.

 

آخرین به روز رسانی در جمعه 12 غبرګولی 1396 ساعت 17:20