سه شنبه, 06 چنګاښ 1396 -

پرفیسبوک مو هم ملتیا وکړئ

mod_vvisit_counterنن ورځ :1380
mod_vvisit_counterتیره ورځ :3758
mod_vvisit_counterتیره اوونۍ :34274
mod_vvisit_counterټول ټال :1523487
We have: 91 guests online
زموږ په اړه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک

چنار راډيو یوه ازاده او خپلواکه راډیو ده چې د افغانستان د اساسي قانون، د رسنیو قانون او نورو نافذه قوانیو په رڼا کې خپرونې کوي.
چنار راډيو د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر میاشتې په ۲۵ نېټه خپلې ازمایښتې خپرونې پیل کړې چې د شاوخوا ۴ میاشتو ازمایښتې خپرونو وروسته یې د ۲۰۱۳ کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۷ نېټه خپلې رسمي خپرونې د یوې لویې راټولېدنې په ترڅ کې پیل کړې.
چنار راډیو فعلآ د ۳۶ په شاوخوا کې دیني،اقتصادي،فرهنګي، کلتوري،ادبي،تفریحي، سپورټي،ښوونیزې،روغتیايي او سیاسي خپرونې لري چې د یوې اوونۍ اوږدو کې د مهالوېش سره سمې نشر ته سپارل کیږي.
چنار راډیو په شپه او ورځ کې ۱۹ ساعته رسمي خپرونې لري چې د سهار له ۵ بجو څخه د شپې تر ۱۲ بجو پورې په پرلپسې ډول خپریږي.
چنار راډیو فعلآ ۱۰ تنه رسمي نشراتي او ۴ تنه رسمي تخنیکي همکاران لري چې د اداري جوړښت په سر کې یې د راډیو چارې د رئیس په غاړه دي.
د نشراتي او تخنیکي مدیرانو ترڅنګ د خبري ساعت مدیر هم لري چې په دوه منځنیو خبري ساعتونو سربېره چې د نړۍ، سیمې او افغانستان حالات پکې څېړل کیږي  د هر ساعت په پیل کې د نړۍ او افغانستان د خبرونو څخه هم اوریدونکي خبر ساتي.
چنار راډیو د تاسیس له کال څخه ۳ میاشتې وروسته کله چې په مالي برخه کې یې د پام وړ پرمختګونه وکړل، ددې لپاره چې په نړۍ کې افغانان خوښ وساتي، په ټوله نړۍ کې د خپرونو د اورېدو لپاره یې د وېب سایټ ادرس پرانېسته چې اوسمهال د راډیو څخه ټولې خپریدونکي خپرونې په وېب پاڼه کې هم د نړۍ په هر ګوټ کې اورېدل کیږي چې ادرس یې دی: www.cheenarradio.com
د ۲۰۱۴ کال د اګست په میاشت کې په بهر کې دمېشتو افغانانو د بار بار غوښتنو پر بناء مو په خوست کې په لومړۍ ځل خپله انټرنېټي راډیو پرانېسته چې د راډیو څخه ټولې خپریدونکې ژوندۍ خپرونه ددغه انټرنېټي راډيو له لارې په صاف ډول اورېدل کیږي.

چنار راډيو د خپلو اورېدونکو د خوښ ساتلو په موخه په سکایپ، فېسبوک او ټوېټر ټولنیزو شبکو کې هم اکاونټونه لري چې په بهر کې مېشت افغانان له دې لارې د چنار راډیو په بېلابېلو ژوندیو خپرونو کې برخه اخلي.

 

د چنار راډيو اساسنامه :

 

دلوى خداى په نامه
د (چنار)  راډيواساسنامه

سريزه

زموږګران اولرغونى هېوادافغانستان دم ګړۍ له يوې خوا د نړيوال تروريزم اومخدره توكود سوداګروله تړاكونوسره مخ دى اوله بلې خواله كورنۍ مافيا سره چې د اداري فساد،غلا،لاره وهنې اوسړي تښتونې په بڼه فعاليت كوي لاس اوګريوان دى ،دېته اړتيااحساسيږي چې دافغان ولس داذهانوپه تنويركې نورهم اساسي ګامونه پورته شي .
ددغې ستراوسپېڅلې هدف دترسره كيدوپه خاطرمولازمه وګڼله چې د راډيويي خپرونوله لارې نورهم دغې رنځيدلي ولس ته دخدمت په منظوريوبريالى ګام پورته كړو.
همدالامل ؤچې د(   چنار  ) په نوم مو د راډيويي خپرونود پيل تكل وكړاولوى پروردګارته موددوعا او زاريولاسونه پورته كړي ترڅوله خپل عظيم دربارڅخه چې له هر رازنعمتونوډك دى ،زياتې برياوې راپه برخه كړي .

لومړى فصل
عمومي حكمونه

١ – ماده  :- ددې راډيونوم (       چنار      ) دى چې اوسمهال په افغانستان كې هېڅ كومه راډيو پدې نوم فعاليت نه كوي .
٢ – ماده  : دغه راډيو به د افغانستان د اسلامى جمهوريت د اساسى قانون د (٣٥) مادى او د ډلييزو رسنيو دقانون د (١٩) مادى او نورو نافذو قوانينو په چوکاټ کې د اسلام د سپيڅلى دين اساساتو ته په درناوى ټول مذهبى،کلتوري،فرهنګى،ټولنيز او عقيدوى اړخونه په پام کې نيسى او د خوست په ولايت کې به خپرونې کوى.

٣ – ماده  : دغه راډيويوخپلواك ديموكراتيك بنسټ دى چې په هېڅ سياسي ګوند،ډلې اودولتي ارګان پورې تړاؤنلري .

٤– ماده :   دغه راډيوبه له هروډول مذهبي ،نژادي اوسياسي توپيرونوپرته دهرانسان دوينا دخپلواكۍ درناوى كوي .

٥– ماده ،دفعاليت موده :   د(      چنار       ) راډيودفعاليت موده ،دتاسيس له نېټې څخه ترنامحدوده
وخته پورې تشكيليږي .

٦–  ماده ،دتبليغ څرنګوالى :   دغه راډيوبه دهرډول محرميتونو،بېځايه كولواوقومي تربګنيو پروړاندې تبليغ كوي .

٧– ماده،دنشراتوژبې :    نشرات به په پښتوژبه كيږي اوداړتياپرمهال به دري ژبه  او د هيواد نورې مروجې ژبې په پام کې  نیول  کيږي.

٨– ماده :  دتاسيسولوارګان :    دغه راډيود(مهيدي) دساختماني اوسړك جوړونې شركت  لخوا
تاسيس كيږي .

٩–  ماده ، غړي :       ددې راډيودكاري پرسونل شمېر (   ٢٠    ) تنه د ى .

دويم فصل
موخې اوهدفونه

١٠ – ماده  :    دافغاني اصيل فرهنګ دپرمختيالپاره به كاركوي .

١١– ماده :    دويناخپلواكي به يې دكلتوردغوړيداپه موخه وي .

١٢ – ماده  :    په افغاني ټولنه كې به دناسپړل شويوبدرنګوحقيقتونودموندنې لپاره هلې ځلې كوي .

١٣  - ماده :    دافغاني اونړيوالومطبوعاتوسره به په ګدۀ دجنګي جنايتكارانو،دمخدره توكيو
د توريداوترانسپورت اونوروټولومافيايي بانډونودرسواكولوپه هدف پروګرامونه جوړوى.

١٤– ماده :    هڅه به كوي چې دسيمه ييزوراډيوګانوپاليسې تعقيب كړي .

١٥– ماده :    ملي يووالي ،دافغاني كلتوردودول ،ددموكراسۍ اصل پلي كول  اود بشري حقوقو دساتنى او ملاتړ کار به يې عمده اهداف وي .

١٦– ماده :    داداري فساد(غلا،رشوت ،خيانت) اودامنيت ضدكارونه به افشاكوي اودسمون لپاره به
يې هلې ځلې كوي .

دريم فصل
دنشراتوبڼه

١٧ – ماده  :    دماشومانودروزنې اوسرګرمۍ ،دښځوله حقه حقوقوڅخه دفاع ،ښوونې روزنې ته
پراختيا،دهېواددبياجوړونې اودادبي غوړيدالپاره هڅې به دكارپه لومړي سركې نيسي .

١٨– ماده :   خبري ،روزنيزې ،ادبي اوتفريحي خپرونې به دراډيوعمده موادجوړوي .

١٩– ماده :    په خبري بولټن كې به هڅه كيږي چې په كورنيو،سيمه ييزواونړيوالوپېښوتكيه وشي .

٢٠– ماده :    كورنيو،سيمه ييزواونړيوالومطبوعاتوته كتنه به دخبري خپرونويوه برخه جوړوي .

٢١– ماده :   دخوست ،هېواد،سيمې اونړۍ مهموواقعاتوته اونيزه كتنه به هم په خپرونوكې شامله وي .

٢٢– ماده :    په تفريحي خپرونوكې به په طنزي ،سندريزواوټوكوټكالوتكيه كيږي .

٢٣– ماده :    په ادبي خپرونوكې بۀ دكلتوردغوړيداپه موخه په ځانګړوبحثونو،مركواومطالبوتكيه
كيږي .

٢٤– ماده :    هغه موادچې زموږدوګړودسالمې روزنې اوفكري پراختياسبب ګرځي ددغې
راډيودټولنيزوخپرونومحوراومركزي ټكى به وي .

څلورم فصل
تشكيلات

٢٥– ماده :   دراډيومشري به درئيس پرغاړه وي ،مسؤل نشراتي مديراوارزوونكي ډله به يې دښوونكي
كمېټې غړي وي .
٢٦– ماده :   دخپرونوارزوونكې ډله به دراډيودچلوونكوله منځه ټاكل كيږي .

٢٧– ماده :   دراډيوخبري ډله به دخبرونودراټولولو،سمولواوخپرولومسؤليت لري او هڅه به کيږى چې د خپرونو لپاره مسلکي ژورناليستان وګمارل شى.

پنځم فصل
د (     چنار راډيو     ) غړيتوب

٢٨ – ماده: ،غړيتوب : الف :    (    چنار     )راډيوبه دخپل تشكيل په كمبودبست كې داسې اشخاص  په
دنده ګماري چې
الف :  مسلمان وي .

ب :   ژورنالست وي .

ج :   پخپل مسلك كې دكارسابقه اوتجربه ولري .

د :   دافغانستان دتابعيت تذكره ولري .

٢٩: ماده : حق اوليت :    دراډيو ديوې دندې لپاره دنوي شخص په ګمارنه كې به هغې چاته داوليت حق وركول كيږي چې داړوندې دندې لپاره وړ، وپېژندل شي .

تفصيل :    ياني دادبي خپرونولپاره هغه ژورنالېست چې شاعراوليكوال وي،دتعليمي خپرونولپاره هغه ژورنالېست چې دښوونې تجربه ولري ،د روغتيايي خپرونولپاره هغه ژورنالېست چې لږترلږه په ټولنه كې له شتواومالوموامراضودنومونو،د درملوله پېژندنې اواړوندڅرنګوالي سره اشناوي اودېته ورته دنوروخپرونولپاره دهمداډول اوصافولرونكيووګړيوته په هغه صورت كې چې په ښه ډول دخپلې دندې دترسره كولووړتياولري داوليت حق وركول كيږي ترڅودراډيوپه كمبودلېست كې ونيول شي .

شپږم فصل
دغړيوحقوق

٣٠ – ماده :    هرغړى داسلام دين ،اساسي قانون اودرسنيودقانون په چوكاټ كې دننه دخپل
نظردڅرګندولو،وړانديز،نېوكې اودراډيوله اوصولوسره سم دغوښتنې حق لري .

۳١– ماده :    هرغړى په ادبي،ژورنالستيكي اوعلمي چاروكې ګډون كولى شي .
اووم فصل
له دندې  څخه دتعليق،انصراف اواخراج شرايط

۳٢– ماده :    كه داسلام مقدس دين ته په نه درناوي مرتكب شو.

۳٣– ماده :    كه داساسي قانون،ټوليزورسنيواونورونافذه قوانينوخلاف عمل يې وكړ.
٣٤ – ماده:   كه په جنايي جرمونومرتكب شو.

اتم فصل
دتمويل منابع

٣٥ – ماده:    دغه راډيو د (مهيدى ساختمانى،سرک جوړونې اودساختمانى موادو جوړونې شرکت)                                                   په مالي لګښت جوړيږي .

٣٦ – ماده: دتمويل ارسرچينه به يې ( مهيدى ساختمانى شرکت  )،دبااحساسه هېوادوالوبې قيداوشرط مرستې اودخپلو اعلاناتوله لارې ترلاسه شوي ماديات وي .

نهم  فصل
متفرقه حكمونه

٣٧– ماده :   دغه راډيوبه دخپل ولس لپاره په هغه كچه خپرونې كوي تركومه يې چې غږ رسيږي .

٣٨– ماده :   دغه راډيودخپرونودپيل اوپاى لپاره ځانګړي سېګنالونه لري چې دراډيودخپرونودمسؤل
مديراوارزوونكې ډلې له خوابه دوړوياندويانوپه غږونوكې ثبتېږي .

٣٩– ماده :   دغه راډيوځانګړى مهرلري چې داړتياپه صورت كې به دراډيوله اړخه په  ځانګړو
مكتوبونولګول كيږي .

٤٠– ماده :   دغه اساسنامه په نهو فصلونو او ٤٠ مادو کې تصويب شوه.